د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د چک ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه سړک پر رغېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د رغنیزو پروژ په پلې کېدو کې خپلې همکارۍ نه سپموي. دوی د دې ولسوالۍ د سیاب حوزې لپاره د برېښنا، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو لپاره د ودانیو، استنادي دېوالونو جوړولو او د بیارغونې د پروژو د پلې کولو غوښتنې کړې دي. یاد سړک د څه کم دوو میاشتو په موده کې د ښاروالۍ په تخنیکي مرسته رغول شوی دی.
































