د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې په پرونۍ غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده سپارلې چې د کندهار د جامعه عمر جومات او په کابل کې د پنځم مکروریانو د جوړولو پاتې چارې بشپړولو لپاره د جوړې شوې کمېټې راپور تر نظر تېر او حل لاره دې ورته ولټوي. په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د کندهار د جامعه عمر مسجد پاتې چارې پیل او د چارو پر مخ وړولو لپاره يې باصلاحيته پلاوی وګوماري. د کابينې په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، چاپيريال ساتنې، اوبو رسونې او کابل ښاروالۍ استازو ته دنده وسپارل شوه چې د پنځمو مکروریانو هستوګنيز ښارګوټي پروژې پاتې چارو د بیا پیلولو په اړه دې د ګمارل شوې کمیټې راپور وڅېړي او یوه جامع حل لاره دې ورته ولټوي.
































