د فراه امنیتي مسوولینو ایران ته د ۳۵ غواګانو او د ۹۵ پسونو د قاچاقو د مخنیوی خبر ورکړی دی. د مسوولینو په خبره یو سړي غوښتل چې ۳۵ غواګانې او ۹۵ پسونه ایران ته قاچاق کړي، چې د یاد ولایت د امنیتي مسوولینو له لوري د یاد ولایت د لاش او جوین ولسوالۍ په پشمکي سیمه کې یې د قاچاق مخه نیول شوې ده. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت د امنیتي مسوولینو له لوري ایران ته د څارویو د قاچاقو مخه نیول شوې وه.
































