د بلخ په مزارشریف ښار او ۱۲ ګونو ناحیو کې پر ۳۰ کیلو متره سړکونو د جغل اچولو چارې پيل شوې دي. د مزارشریف ښاروال محمد کاظم طارق وايي، چې د مزار شریف ښار او ۱۲ ناحیو کې پر ۳۰ کیلو متره سړک د ۷ میلیونه ۱۸۲ زره افغانیو په لګښت د جغل اچولو چارې پيل شوې دي چې ۴۵ ورځو کې به بشپړې شي. دغه راز د مزارشریف ښار اوسېدونکو د یادې پروژې په پيل خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په دې سره به د هغوی د تګ راتګ ستونزې حل شي.
































