فراه ولایت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري په وړيا توګه د سترګو د پردو د عملیاتو او درملنې لړۍ روانه ده او ټاکل شوې په دغې پروسه کې سلګونه تنه بيوزله ناروغان عملیات او درملنه یې وشي. په ورته وخت کې د فراه ولايت د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریيس مير احمد هاشمي ویلي، چې دغه ولایت کې ۳۳۵ تنه هغه ناروغان، چې د سترګو پردې، ګل، هغه اوبه چې د سترګو تور ته زيان رسوي او يا هم جراحي ته اړتيا لري په پام کې نیول شوي دي. نوموړي زياته کړې، چې په دې پروسه کې ۷ بهرني او نور داخلي ډاکټران د شاوخوا ۲۱ ورځو لپاره د شپې تر ۱۰ بجو پورې د ناروغانو په کتنه، درملنه او عملياتو باندې بوخت او ګمارل شوي دي. هاشمي دغه راز ویلي، چې په فراه ولایت کې تر دې د سترګو په ناروغيو د اخته ناروغان ۱۱عملياتونه ترسره او شاوخوا ۱۱۹ نور معاینه شوي، چې له ډلې يې په ورځنۍ توګه ۶۰ تنه نارينه او ۶۰ تنه ښځينه ناروغانو ته رسېدنه کېږي.
































