غزني کې د کابلـ کندهار پر لویه لاره د ډیر وزن لرونکو موټرو تګ راتګ او د دې لویې لارې د وېجاړېدو د مخنیوي په موخه یوه تله جوړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه. چارواکي وايي، دا اقدام یې د دې لویې لارې د بیا ویجاړېدو د مخنیوي لپاره وکړ. دوی زیاتوي، چې نورو سیمو کې هم د دې سوداګریزې لويې لارې د ساتنې په موخه د وزن کنټرول تلې جوړوي. د غزني اوسېدونکي او د کابل – کندهار د لویې لارې مسافر وايي، په تېرو کلونو کې د دې لويې لارې زیاته برخه بار وړونکو موټرو ویجاړه کړې وه. دوی وايي، که د موټرو وزن کنټرول شي، د سړک د بیا ورانېدو مخنیوی به ورسره وشي.
































