د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې دمه یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د لوګرد کانونو او پټرولیم رییس نقیب احمد فرقاني ویلي، چې دامهال د ولایت په کچه د ۱۱ کانونو کار دوام لري، ۳ کانونه تر اکتشاف لاندې دي او د یو شمېر نورو کانونو جیولوژیکي سروې هم روانه ده. فرقاني زیاته کړې چې د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې دمه له یادو کانونو څخه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده، چې په لوګر کې لسګونه کانونه شتون لري، چې د کرومایټ ډبرې یې ښې بېلګې دي.
































