د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یوه مازدا ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې درې ماشومان مړه شوي او درې تنه نور هم ژوبل شوي دي. د اروزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني ویلي، چې پېښه نن سهار ۱۱ بجې د چنارتو ولسوالۍ اړوند د سور کوتل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
































