طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راتلونکي لوی اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی دی. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، ددې لپاره چې هېوادوال د اختر شپې او ورځې په ارامه فضا کې تېرې کړي د یادې ډلې مشرتابه پر خپلو وسله والو غږ کوي چې د اختر په ورځو کې په مقابل لوري هیڅ ډول برید ونه کړي خو که چېرته ورباندې برید وشي نو کلک ځواب دې ورکړي. اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی دی چې په دې ورځو کې دې نه دوی د حکومت تر کنټرول لاندې ساحو ته ځي او نه هم مقابل لوري ته اجازه شته چې د دوی تر واک لاندې سیمو ته ورشي.
































