د غور د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په ۹ میاشتو کې یې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي. د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو ادارې رییس ویلي، چې د روان کال په ۹ میاشتو کې یې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. نوموړي ویلي، چې په دغه موده کې ۴۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې، ۳۰ زره، ۵۴۸ کاغذي پېژندپاڼې او دغه راز ۴ زره ۹۴۴ د زېږېدو کاتونه وېشل شوي دي. هغه ویلي، په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوه مرکزونه فعال دي او هره ورځ ۳۰۰ غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
































