د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختيا رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او واما ولسوالۍ کې د ۱۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۸ پروژې پلې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختيا رییس احسان الله احمد ویلي، چې په مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۸ بېلابېلې پروژې چې پکې کانالونه، سربندونه، سړکونه او استنادي دېوالونه شامل دي، پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړي ویلي،، چې په یادو پروژو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. دمګړۍ د دغه ولایت په کامدېش، وایګل او منډول ولسوالیو کې د ډاکار موسسې له لوري د ورته پروژو چارې روانې دي.
































