د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، د مرکز پلعلم شاوخوا ۵۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته یې د لیک لوست وړیا زمینه برابره کړې. د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم وايي، د یاد ریاست ښوونیز مرکز کې یې د پلعلم شاوخوا ۵۰۰ بېوزله اړمنو زدهکوونکو ته د کمپیوټر، انګلیسي، خطاطي او ساینسي علومو برخه کې د لیک لوست زمینه برابره کړې ده. صمیم زیاته کړه چې یاد ښوونیز مرکز ته ډېری جذب شوي زدهکوونکي بېوزله دي او د زدهکړو روان بهیر به تر راتلونکو شپږو میاشتو دوام کوي.
































