رویټرز خبري اژانس د کډوالو د حقونو د یوې ادارې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان لږ تر لږه ۱۳۰ هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ ویزو ته په تمه وو اېستلي دي. رویټرز د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې پاکستاني چارواکي هغو لیکونو ته پاملرنه نه کوي، چې د امریکا سفارت افغانانو ته ورکړي دي. د “افغان ایواک” سازمان مشر شاون ون ډایور د دغه سازمان د غړو د معلوماتو او په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له خوا د امریکا حکومت ته د ورکړل شویو جزییاتو په حواله ویلي، چې د پاکستان پولیسو ۲۳۰ تنه افغان کډوال نیولي دي، چې شاوخوا ۸۰ تنه یې بیرته خوشې شوي دي. له پاکستانه د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، واشنګټن پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ ورکړی، چې په امریکا کې د اوسېدو په شرایطو برابر دي.
































