زابل کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د انځرو حاصلات او سوداګري ښه شوې او له همدې امله کروندګرو او سوداګرو ډېره ګټه کړې ده. د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مشر حاجي عبدالقادر وايي، سوداګرۍ ته پاملرنه او د سرپرست حکومت له لوري نورې اسانتیاوې رامنځته کول د دې لامل شوي، چې د انځرو کار وبار وده وکړي. په ورته وخت کې د کلات ښارسوداګر او د انځرو کار وباریان وايي، چې په دې وروستیو کې سرپرست حکومت سوداګرۍ ته پاملرنه زیاته کړې او هیله لري، چې دغه پام نور هم زیات شي.
































