د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې موجودې ستونزې حل کېدونکې دي. د یادې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله دا څرګندونې نن د خپل کار په دفتر کې د ساپي قوم له مشرانو سره په لیدنه کې کړې دي. خبرپاڼه کاږي، عبدالله یادې ناستې ته ویلي، چې افغان حکومت اوربند ته چمتو دی، د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پرتې سوتزې حل کېدونکي دي او ژر به پیل شي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راتلونکي لوی اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی دی.
































