راپورونه وایي، د ایران د سپا پاسداران انقلاب ځواکونو پرون ورځ اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې دوی به پر خپله یا یوه متحده ډله د خپل لوړپوړي قومندان رضا موسوي د وژنې غچ واخلي. دغه ایرانی جنرال د تېرې دوشنبې په ورځ د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې د اسراییلو د میزایلو په برید کې وژل شوی دی. د اسراییل پوځ په دې تړاو یوازې دومره ویلي چې د بهرنیو رسنیو د راپورونو په اړه تبصره نه کوي. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د سپا پاسدران انقلاب ویاند رمضان شریف بیا د غچ اخیستنې د چمتوالي خبرداری ورکړی دی. د اسراییل پوځ په وروستیو کلونو کې په سوریه کې د ایران په اړونده اهدافو ګن شمېر بریدونه ترسره کړي دي.
































