د هرات ولایت په زلزله څپلیو سیمو کې د یوه ښارګوټي د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د مالوماتو له مخې په دغه ښارګوټي کې ۳۳ بلاکونه جوړ شوي او د جوړولو ټول لګښت یې د افغانستان سرپرست حکومت ورکړی دی. د سرپرست حکومت چارواکو ويلي، پر دې پروژې څه باندې ۲۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې دا مهال د نورو ښارګوټو پر استوګنځیو هم کار روان دی او هڅې کیږي، چې ټول کورونه پخپل وخت جوړ او بشپړ شي. دا په داسې حال کې ده، چې زلزله ځپلې کورنۍ په دې ورځو کې تر خیمو لاندې سخت ژمی پیل کړی او له ستونزو ډک ژوند تېروي. د هرات د زلزله ځپلیو کميسون د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال په ۱۰ زلزله ځپلیو کليو کې پر څه باندې ٢٦٢٠ کورونو کار روان دى.
































