د افغانستانکرکټ بورډ وايي، له هغو درېیو افغان کرکټ لوبغاړو سره یې لانجه حل شوې ده، چې د مرکزي قرارداد نه لاسلیکولو له کبله پرې بندیزونه لګېدلي وو. کرکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اوریزو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان په ترڅ کې ویلي، مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل الحق فاروقي، د یوه برېښنالیک له لارې افغانستان کرکټ بورډ ته مراجعه کړې او د ملي لوبډلې په سیالیو کې د لوبېدو لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړی دی. له دې مخکې تېره اونۍ کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې پر یادو درې لوبغاړو فضل الحق فاروقي، نوين الحق او مجيب الرحمان د يوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د بېرته اخيستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنيو سوداګريزو ليګونو کې د ګډون اجازې نه ورکولو پرېکړه کړې ده.
































