د عامې روغتیا سرپرست وزیر د جاپان له سفیر، تاکایوشي کورومایا سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په روغتیایي برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړي دي. د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، د جاپان سفیر په دغه لیدنه کې له افغانستان سره په نږدې راتلونکي کې د دیارلس امبولانسونو او درملو د مرستې خبره کړې ده. قلندر عباد له انتاني روغتون او افغان جاپان روغتون سره د دې هېواد له مرستو مننه کړې ده.
































