د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوشمېر کورنیو او بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د کانونو، کرنې، روغتیا، برښنا، زیربناوو او ټرانسپورټ په ګډون بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۱۰ میلیارډ او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته چمتووالی ښودالی دی. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم وايي چې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ډېره شوې او په وینا یې، اوس ډېری هغه کارخونې چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته غیرفعالې وې، بېرته یې فعالیت پیل کړی دی. د دغه وزارت ویاند ویلي، له کله چې افغانستان کې بدلون راغی، شاوخوا ۳۰سلنه شرکتونه فعال وو خو اوس چې کومې شمېرې لري، تر ۹۵سلنې زیاتې کارخونې او شرکتونه چې غیرفعال وو، بیا یې په کار پیل کړی.
































