د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي چې د نړۍ له شپیتو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې شوې دي. نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راوروسته د اقتصاد او سوداګرۍ د پراختیا په موخه يې ځینې پروګرامونه پیل کړي دي. د هغه په خبره، تر راتلونکو درېیو کلونو به افغانان پر بشري مرستو تکیه نه وي او په وینا یې افغانستان به تر راتلونکو درېیو کلونو پر ځان بسیا شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاتوي، سرپرست حکومت هڅې کوي؛ څو خپله ټوله بودجه له کورني عوایدو برابره کړي او په وینا یې د کرنې، صنعت او کانونو د ودې لپاره هم کار روان دی. د نوموړي په وینا، د هېواد کانونه د افغانستان شرایطو ته په کتو په قرارداد ورکول کېږي. د نوموړي په وینا، افغان سوداګر د ویزو اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي خو بیا هم په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان صادرات دوه برابره شوي دي.
































