د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د یوشمېر ولسوالیو په شپږو ښوونځیو کې د ۴۸.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شپږ شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې. د پکتيکا د پوهنې رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شبکې د یاد ولايت په ارګون، شخېلاباد، خوشامند، ترۇ، سروبي او وازېخو ولسواليو په شپږو ښوونځيو کې جوړې شوې دي. د خبرپاڼې په وینا، يادې پروژې د يونېسف په مالي لګښت او د کوار په نوم موسسې لهخوا يې چارې بشپړې شوې دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په هره پروژه کې د پاکو اوبو څاه، ذخيره، سولر، د پمپ بشپړ سېسټم، سپټيک او تشنابونه شامل دي چې د درېوو میاشتو په موده کې جوړې شوې دي.
































