د بغلان – کابل په لویه لاره د خنجان ولسوالۍ اړوند د پل ملخان په سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان د ترافیکو مدیر محمد نذیر عابدي وایي، چې په دغه پېښه کې موټر چلوونکي خپل ژوند بایللی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د بغلان ولایتي مسوولین وايي، چې ټپیان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
































