د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې د قوش تېپې کانال به درې میلیونه جریبه ځمکه خړوبه کړي. د کرنې وزارت چارواکي زیاتوي، چې د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د کانال ځمکه د پانګونې د جذب لپاره چمتو کړي. دوی زیاتوي چې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز تر پرانیستې راوروسته په دې سیمه کې د پانګونې لپاره د خصوصي سکټور لېوالتیا زیاته شوې ده، خو د کانال له بشپړېدو نه وروسته به په دې سیمه کې د پانګونې بهیر پیل شي. د خصوصي سکټور غړي هم وايي، چې باید په دې ستره اقتصادي پروژه کې د پانګونې لپاره ځانګړي او معیاري اصول چمتو شي. د خصوصي سکټور غړي وايي، چې په دې پروژه کې افغان او بهرني پانګوال د پانګونې لپاره لېوالتیا لري.
































