په سرپل ولایت کې یوه ښوونیز مرکز ۳۰۰ بې وزله زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړه. دغه ښوونيز مرکز د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا جوړ شوى، چې زده کوونکي پکې د کمپيوټر، انګليسي او دري ژبو په څانګو کې زده کړې کوي. یو شمېر زده کوونکي وايي، د دې توان نه لري، چې په شخصي کورسونو کې زده کړې وکړي نو دا کورسونه د دوی لپاره ښه فرصت دی. دوی همدارنګه د دغه لړۍ د دوامداره کېدو غوښتنه هم وکړه.
































