د افغان جګړې تر ټولو ډېر تلفات ملکي وګړو ته اوړي نو باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي. واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې لیکي چې طالبانو او افغان حکومت د اختر په درېیو ورځو کې اوربند کړی دی او د ولس له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی. د سرچینې په خبره ښه به وه چې د هوکړې له مخې طالبانو او افغان حکومت په دایمي توګه تاوتریخوالی درولی وی، جګړه ختمه شوې وی، ځکه ددې جګړې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوړي. واشنګټن پوسټ لیکي ددې وخت دی چې د سولې لپاره هڅې چټکې شي او په افغانستان کې دغه خونړۍ جګړه ژر تر ژره په دایمي توګه پای ته ورسول شي.
































