د خوست د شمل خرم سیندیزې حوزې مسوولینو په وینا، په دې وروستیو کې یې د اوبو او برېښنا وزارت په همکارۍ د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې پر ځینو وړو بندونو کار پیل کړی، چې هدف یې د سیمې ځمکو ته د کافي اوبو رسول او تر ځمکې لاندې اوبو سطحې راپورته کول دي. له دغو بندونو څخه یو یې چې شپږویشت متره اوږدوالی او اووه متره لوړوالی لري، د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مقبلو سیمه کې پیل شوی او د مسوولینو په وینا، له جوړیدو وروسته به د لس زره متره مکعبه اوبو په ذخیره کولو سره د سیمې شاوخوا دوه نیم سوه جریبه ځمکه خړوبه کړي. د سیمې اوسیدونکي که څه هم د دغو پروژو له پیله خوښ دي، خو وايي، چې د کرنې او اوبو برخو کې په تېر کې هم پاملرنه نه ده ورته شوې او غوښتنه یې دا ده، چې د دوی د مصروفیت دې مهمې برخې ته لا ډېر پام وشي.
































