د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې وزارت اړوند د ښوونیز څار ریاست له مسوولینو سره کتنه کې د دغه وزارت په اداري تشکیل کې پر وروستیو بدلونونو او جوړښت خبرې کړېدي. د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، چې د سرپرست حکومت دپالیسۍ له مخې به د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې ګوښه نه شي او د بدلونونو پر مهال به په نورو مناسبو موقفونو کې پر دندو ګمارل کېږي. دغه راز د ښوونیز بهیر څار ریاست کارکوونکو غوښتنه کړې، چې د پوهنې وزارت په تشکیل کې د سرپرست حکومت لومړنۍ طرحه تطبیق شي.
































