د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت شیخ مصري صنعتي ښارګوتي څخه په لیدنه کې سوداګرو او صنعتګارانو ته ډاډ ورکړی چې د دې ښارګوټي د برېښنا او سړکونو ستونزه به ژر حل کړي. نوموړي صنعتکارانو ته د همکارۍ ژمنه ورکړې ده. نوموړي ویلي، چې سرپرست حکومت د سوداګرۍ برخې ته لومړتیوب ورکوي او د سوداګرو ستونزې درک کوي.
































