د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې په بندرونو کې د سټنډرډ ملي ادارې د څار په ترڅ کې یې یوازې په لیندۍ میاشت کې هیواد ته د بې کیفیته نفتي توکو ۳۴۶۳ ټانکرونو د ننوتلو مخه نیولې ده. یاده اداره وايي، دغه بې کیفیته نفتي توکي یې د ټولو بندرونو له لارې د سټنډرډ ادارې د څار په ترڅ کې تثبیت کړي. د سټندرډ ملي اداره زیاتوي چې د یادو نفتي توکو وزن له سل زره ټنه زیات وو. د غې ادارې په خپل راپور کې دا نه ده په ډاګه کړې چې یاد بې کیفیته توکي له کومو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېدل.
































