د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د بېروزګارۍ له امله د کار مخ په زیاتېدونکو غوښتنو ته اندېښنه ښودلې او وايي، دا وضعیت د دې لامل شوی چې د کورنیو لپاره د اړتیا وړ لومړنیو توکو پوره کول هم ستونزمن شي. د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د کار بازار د بېروزګاره خلکو مخ په زیاتېدونکو کاري غوښتنو له امله تر سخت فشار لاندې دی. آیسيآرسي پرون ناوخته یوه راپور کې د بېروزګارۍ اوسنۍ کچې ته په اندېښنې لیکلي، په ښارونو کې کارګر له سهاره تر ماښامه د کار پیدا کولو لپاره انتظار باسي. د سره صلیب نړیواله کمېټې زیاته کړې، د کاري فرصتونو دا ډول کمی د دې لامل شوی چې د کورنیو د توکو اخیستلو توان را کم شي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول هم ورته ستونزمن کړي.
































