د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ په نوم یو سازمان وایي، پاکستان او ایران ته کډوال شوي سلګونه افغان خبریالان له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي چې پاکستان او ایران ته کډوال شوي افغان خبریالان له ناڅرګندې راتلونکې او هره شېبه د اخراج، سپکاوي، اقتصادي ستونزو او ګڼو رواني ناخوالو سره مخامخ دي. دغه سازمان پاکستان او ایران ته د کډوال شویو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي چې دغه او نور هېوادونه افغان خبریالانو ته د وېرې او هیلې ترمنځ د “برزخ” په څېر شوي دي.
































