د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې د یوه صنعتي پارک د جوړولو په موخه ځمکه تثبت شوې ده. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس فضل الله دیوبندي ویلي، چې د صنعت او سوداګرۍ له ریاست سره په همغږۍ یې په پریان ولسوالۍ کې ۲.۵۶ جریبه ځمکه تثبیت کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې د یاد پارک د جوړولو چارې به ډېر ژر پيل شي.
































