د روغتیا نړیوال سازمان وایي کرونا ویروس د موسم په بدلېدو له منځه نه ځي. د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو تېره ورځ په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې نوی کرونا ویروس د نړۍ په کچه یو خطرناک ویروس دی او د موسم په بدلېدو له منځه نه ځي. د سرچینې په خبره خلک دې دا تمه نه لري چې ګوندې موسم بدل شي نو کرونا به له منځه لاړه شي. دوی ټینګار کړی چې ددغه ویروس واکسین دې ژر تر ژره وویشل شي او همدا راز خلک دې په کلکه د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنې په پام کې ونیسي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي کرونا ویروس نړۍ له سترو خطرونو سره مخ کړې ده او لا هم معلومه نه ده چې نورې به څه لوړې ژورې رامنځ ته کړي.
































