د لوګر ولایت مرکز ته اړوند غیرت آباد سیمه کې د یوه خیریه بنسټ شاوخوا ٦٠٠ نجونو ته د دیني زده کړو زمینه برابره کړې ده. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وایي، چې دغه دیني مدرسه په شخصي لګښت جوړه شوې، چې د ۶۰۰ نجونو د جذب وړتیا لري. د نوموړي په وینا یاد مدرسه کې نجونو ته په وړیا ډول کال دولس میاشتې د ديني زده کړو سربېره، د عصري زده کړو زمینه هم برابره شوې ده، چې د لوست چارې یې د شپږو ښځینه استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.
































