طالبانو او افغان حکومت له خونړیو جګړو سره هممهاله، د اخترو په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.
د وسله والو طالبانو مشر پر خپلو جنګیالیو امر کړی چې د اختر په دریو ورځو کې دې پر مقابل لوري هېڅ راز برید نه کوي، خو که پر دوی برید کېږي، باید ځواب یې ووايي. تر دې اعلان څو ساعته وروسته ارګ هم د دغه اوربند هرکلی کړی او پر افغان ځواکونو یې غږ کړی چې پر طالبانو دې بریدونه نه کوي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس هم د اوربند هرکلی کړی دی.
سره له دې چې په افغانستان کې د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته جګړې شدیدې شوې او د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې، تازه افغان حکومت او طالبانو د لوی اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی. دا اقدام داسې مهال دی چې په تېرو شپږو میاشتو کې څه کم ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته د جګړو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی و چې له جګړو لاس واخلي او اوربند وکړي، ځکه د دې جګړې تر ټولو ستر زیان ملکي افغانانو ته اوړي.
د طالبانو مشرانو پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې د اختر په دریو ورځو کې دې پر مقابل لوري بریدونه نه کوي او تر څنګ یې وسله وال اجازه نه لري چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي. وسله والو طالبانو ویلي چې د افغان حکومت عسکرو ته هم اجازه نه ورکول کېږي چې د طالبانو سیمو ته لاړ شي. د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: ((دا چې هېوادوال خپل اختر په خوښۍ او ډاډ کې تېر کړي، نو پر دوی هېڅ ډول عملیات نه کېږي او که دوی پر طالبانو عملیات کوي، نو باید کلک ځواب ورکړل شي)).
تر دې اعلامیې څو ساعته وروسته د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د اوربند هرکلی وکړ او په خبره یې افغان حکومت هم د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلانوي او پر خپلو وسله والو غږ کوي چې پر طالبانو دې هېڅ ډول بریدونه او عملیات نه ترسره کوي. د صدیقي په خبره: ((د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي، د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي)).
بلخوا تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده هم د اختر په مناسبت یو پیغام خپور کړی و. نوموړي ویلي وو چې د سولې په برخه کې دوی خپل مسوولیت ادا کړی، خو افغان حکومت په دې برخه کې خنډونه جوړوي. نوموړي د زندانیانو د خلاصون په اړه هم ویلي وو چې افغان حکومت باید پاتې زندانیان خوشي کړي او تر هغه وروسته دې بین الافغاني خبرو ته صادقانه ګامونه اوچت کړی.
تازه ولسمشر غني بیا ویلي چې په نږدې ورځو کې به د طالبانو ټول پنځه زره بندیان خوشي شي. ولسمشر غني پرون په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی سولې ته ژمن دي او غواړي چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې حل شي نو له همدې امله دې ته تیار دي چې د طالبانو ټول پنځه زره بندیان په نږدې ورځو کې خوشي کړي او دغه پروسه بشپړه کړي. افغان حکومت لا وار د مخه د خطرناکه بندیانو د خوشي کولو پروسه پیل کړې ده، چې په هغه کې یې تر دېرشو ډېر طالب بندیان خوشي کړي دي.
بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا مشر هم د اوربند هرکلی کوي او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپار کوټلي ګامونه اوچت کړي او د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي. دده په خبره سوله د افغانانو ستر ارمان ده او که دواړه لوري ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي نو د ټولو افغانانو دا ارمان به ژر پوره شي او دلته به روانه خونړۍ جګړه نور د افغانانو ژوند نه ګواښي.
































