د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په کور دننه درې مېلیونه تنه بې ځایه شوي شتون لري چې له دې ډلې یو مېلیون تنه یې خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي. د یاد وزارت ویاند وایي چې په نږدې راتلونکي کې د یاد وزارت له خوا خپلو ولایتونو ته د شاوخوا ۶۰ زره کورنیو بې ځایه شویو د لېږد لپاره چمتووالی روان دی. دغه وزارت همدا راز ډاډ ورکوي چې بې ځایه شویو سره به مرسته وکړي او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.
































