د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ هوکړې د لا پیاوړي کولو سپارښتنه کړې. انوارالحق کاکړ تېره ورځ د خپلې کابینې غړو سره په لیدنه کې ویلي چې په تورخم، چمن، غلام خان او له افغانستان سره په نورو لارو کې باید د لاریو د څار سیسټم پیاوړی شي ترڅو د قاچاق مخه ونیول شي. هغه ویلي چې قاچاقي او غیرقانوني توکو یې د هېواد اقتصاد ته زیان رسولی دی.
































