د هوا پېژندې ریاست او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په روان لمریز کال کې په هېواد کې د اورښتونو له ۲۵ تر ۴۰ سلنې کموالي خبر ورکوي. خو د یاد ریاست رییس وايي، چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به د هېواد په شمال، شمال ختیځ، شمال لویدیځ ختیځ او سویل برخه کې اورښتونه زیات شي. په رته مهال د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي، د کال په دې ورځو کې د باران او واورې له نه ورښته اندېښه څرګندوي. بل پلو د کابل ښار سربېره په هرات، غور، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې د باران او واورې د اورښت دعاګانې او استسقا لمونځونه هم شوي دي.
































