د شبرغان ښاروالۍ مسوولینو په یاد ولایت کې په تېرو دوو کلونو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ پراختیايي پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د جوزجان والي ویلي، چې د یادو پروژو رغول، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول، د هېواد پرمختګ او پراختیا د اسلامي امارت د پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه دي چې د یو بل په همکارۍ او مرستې په بېلا بېلو برخو کې کارکوي. په ورته وخت کې د شبرغان ښاروال حبيب الله قانع وايي، چې د یاد ولایت د سرې میاشتې د لوېدیځ ، رسته زرګري، بقیه مسګري، د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون او د شهدای دشت لیلې څلور لارې ته څېرمه د سړکونو د کانکرېټ چارې د یادې ښاروالۍ له بودجې څخه د ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت روانې دي.
































