د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري دغې ټولنې ته د ۱۶ امبولانسونو د سپارلو په مراسمو کې، له ټولو خیریه او مرستندویو بنسټونو د بشري مرستو هرکلی کړی او پر هغوی غږ وکړ چې په دغو حساسو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي. دغه راز د افغاني سرې میاشتې رییس ویلي، چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له افغاني سرې میاشتې سره د خوراکي توکو مرسته وکړه څو پر ۵۵۰۰ هغو افغان کورنیو وویشل شي، چې له بهره هېواد ته راستنې شوې دي. په دغو مراسمو کې په عملیاتي چارو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال، ژمنه کړې چې، دغه کمېټه به ډېر ژر ۲۲ نور امبولانسونه هم دغې ټولنې ته وسپاري.
































