د ملګروملتونو پرمختايي ادارې د هرات د زلزله ځپلو کورنیو د ژوند د چارو د بیرته پیلولو د پروګرامونو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۲۵ میلیونو ډالرو د بودجې د برابرولو غوښتنه کړې او ویلي دي چې دا پیسې به تر ډیره سرپناو د جوړولو په چارو ولګول شي. دغې ادارې په یو راپور کې ددې بودجې د ترلاسه کولو څخه هدف د موقتي او دایمي سرپناو جوړول، د اساسي زیربناو بیا رغونه، تجدید وړ انرژي، د اوبو سیستم بیارغونه او د کاري فرصتونو رامنځ ته کول او خلکو ته د بدلیل معیشت د امکاناتو برابرول ښودلي دي. د ملګروملتونو پرمختايي ادارې ویلي چې په دغو زلزلو کې ۲.۲ میلیونو کسانو زیان لیدلی او له ۱۴۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او ۱۱ زره نور ټپیان شوي دي.
































