د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په تهران کې د افغانستان سفیر د ایران د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دې بحثونه کړي چې د توافقاتو پر بنسټ باید په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ثبت او راجستر پروسه پيل شي. ایراني حکومت ویلي چې دوی به په څو ولایتونو کې ددغه پروسې د پيل او عملي کولو لپاره ځانګړي ځایونه د افغان سفارت په واک کې ورکړي او دغه پروسه په ګډه مخ ته وړل کېږي. په دې توګه د افغان کډوالو د قانوني کولو چارې پیلېږي. د افغان کډوالو د ثبت او راجستر توافق وروسته له هغه وشو چې ایراني حکومت په دوو بېلو پېښو کې ګڼ افغان کډوال ووژل.
































