د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو او حکومت ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی دی. د نوموړي په خبره دغه ډول اقدامات افغانان تر دې هم سولې ته نږدې کولی شي او ددې سبب کېږي چې د باور فضا پیاوړې شي. هغه ویلي چې د اوربند پر مهال به افغانان په ډاډ او ارامۍ کې اختر ونمانځي. خلیلزاد همدا راز د افغان ځواکونو ستاینه هم کړې ده او له دوی یې مننه کړې چې په دې سختو شرایطو کې د خپل هېواد ساتنه کوي. دده په خبره دوی خپل هېواد ته ژمنتیا لري او دی یې دغه ژمنتیا ستایي.
































