کابل ښاروالۍ تازه د پنځه ډوله نفتي توکو او ګازو نرخ پاڼه ټاکلې، چې هر کیلو او هر لیټر له پنځه تر لسو افغانیو ټیټوالی ښيي. خلک د نفتي توکو او ګازو د بیو پر ټیټوالي خوښ دي او له مسوولینو څخه د بیو د لا زیات کنټرول غوښتنه لري. بلخوا د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په نړیوالو بازارونو د نفتي توکو بيه رالوېدلې، د سالنګ لویه لار بېرته پرانیستل شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی، چې په دې سره د نفتي توکو او ګازو بیې راټيټې شوې دي. څو ورځې مخکې یو لیټر ۹۲ ډوله پټرول په ۷۶ افغانۍ ۸۰ ډوله پټرول په ۷۲ افغانۍ، یو لیټر ډېزل په ۶۳ افغانۍ او یو کیلو اوبلن ګاز په ۵۴ افغانۍ پلورل کېدل. خو اوس د کابل په بازارونو کې یو لیټر ۹۲ ډوله پټرول په ۶۶ افغانۍ، یو لیټر ۸۰ ډوله پټرول په ۶۴ افغانۍ، یو لیټر ډيزل په ۶۰ افغانۍ او یو کیلو اوبلن ګاز په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
































