د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال کندهار کې د یو جومات په پرانیسته کې ویلي، چې دمګړۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې دي. دغه جومات د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار د درې نیم مېلیونه افغانیو په لګښت د مسافرو لپاره جوړېږي. په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې د خلکو د هوساینې په موخه سلګونه پروژې پلې شوي او لا هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رغنیزو پروژو چارې دوام لري. نوموړی زیاتوي چې د قوشتېپې کانال او د بدخشان له لارې له چين سره د افغانستان نښلول به د هېواد اقتصادي څرخ نور هم پياوړی کړي.
































