د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر سرتاج عزیز د ۹۵ کلونو په عمر مړ شوی دی. سرتاج عزیز د پاکستان یو اقتصاد پوه او ستراتیژیست و، چې د بهرنیو چارو د وزیر، مالیې وزیر او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه یې دندې ترسره کړې وې. هغه د مسلم لیګ ګوند مرکزي مشر هم پاتې شوی دی، چې تېره ورځ د ۹۵ کلونو په عمر په اسلام اباد کې ومړ. عزیز په ۱۹۲۹ کال کې د بریتانوي هند په شمال لویدیځ کې زېږیدلی و او د زدهکړو پر مهال د پاکستاني غورځنګ د فعالانو څخه شمېرل کېده. د پاکستان ولسمشر، لنډ مهاله لومړي وزیر او نورو سیاستوالو د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د پاکستان له پاره نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.
































