د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر بلخ ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، چې د دې ولایت ۸ ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو ۱۰ چکډېمونه جوړیږي. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه چکډېمونه د بلخ ولایت په البرز، شولګرې، زارع، چمتال، نهرشاهي، چهارکنت، مارمل او دهدادي ولسوالیو کې جوړیږي، چې ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
































