د بغلان د کانونو ریاست مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تر دې دمه یې د تېږو، ریګ، کرېړ، ډبروسکرو، چونې، ودانيزو توکو او د سیمنټو له خامو موادو څخه څه باندې ۳۸۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې دکانونو د استخراج کچه لوړه شوې او دغه راز په ځينو کانونو کې د واګونونو لپاره نوي خطونه جوړ شوي څو استخراج په فني، معیاري او اساسي ډول سره ترسره شي.
































