یونیسېف، یا د ماشومانو نړیوال وجهي صندوق په مالي ملاتړ د خوست پر ښوونځیو ۱۱ لکه درسي کتابونه وېشل کېږي. د مسوولینو په وینا، د دې شمېر یوه کڅوړه مخکې او بله کڅوړه تازه دغه ولایت ته رسیدلې او د وېش لړۍ یې پیل شوې ده. د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال خیروګل خیرخوا وايي، چې د دغو کتابونو له وېش سره به تر ډېره بریده د زده کوونکو ستونزې حل شي او که اړتیا وه، د نورو کتابونو غوښتنه به هم وکړي. د خوست د ښوونځیو مدیران د تدریسي کتابونو له دې مرستې خوښي څرګندوي او وايي، چې په دې سره به یې د کتابونو د کمبود ستونزه تر یوې کچې حل او د زده کوونکو زده کړهییز بهیر ښه شي.
































